ایکنا د الخلیح ویبسایټ له قوله راپور راکړ،ددغو سیالیو پایزې دستورې په همدې ورځې یعني د وږي دمیاشتې په ۳۱ نیټه د دوبئ د جایزې قرآن نړیوالې موسیسې په همت سره ترسره شوې ،د د میرمنو د ؛النهضه ؛ټولنې د ادارې شورا مشرې امینه بنت حمید الطایر د اماراتود کورنۍ دپراختیا دموسیسې عمومی مدیرې مریم محمد الرمیثي ، دمیرمنو د ځانګړي قرآڼ د حفظ د روزونکی مرکزونو او موسیسو مدیانو ، سیالي کونکو، دقاضیانودکمیټې غړو او د سیالیو دترسره کونکو کمیټې غړو او د سیالۍ کونکو خپلو خپلوانو په دغو دستورو کې ګډون وکړ.
دغه سیالۍ دهند د عائشیه عزةمحمد رسسید په وسیله د کلام الله مجید په څوآیتونو تلاؤت سره پیل شوې او په دوام کې د تیرو اوو کلونو راهسې تر دې د مه ددغو سیالیو د پیلیدا په باب یو مستند فیلم هم خپور شو.
ددغو دستورو په دوام کې ددغو سیالیو لس غوره میرمنو نامې معرفي شوې چې په هغو کې لومی مقام د اردن میرمن سندس سعید محمد صیداوي او د بحرین امهَ الرحمن بدیع کلیب دوهم مقام ترلاسه کړل او دالجزایر یاسمین ولد دالي د انډونیشیا مصلحةجمال الدین او د یمن آسماء عبدالرحمن عبدالله عبدالملک په ګډه دریم مقام ترلاسه کړ.
د سنګال اندی بوصو جترا هم شپږم مقام ترلاسه کړاو د بنګله دیش نسیبه حق فایزه او د کامرون عایشیه محمد په مشترکه اوم مقام وګاټه او د تانزانیا سمیه علی جمعة هم نهم لمبر شوه او همداراز دفنلینډ سمیره نور معلم او د یوګینډا نبیله ناسوبوعا هم په مشترکه لس مقام ترلاسه کړ.
په دغو دستورو کې د میرمنو د ځانګړي قرآڼ نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ برلاسه کسانو د ګډون کونکو له خوا ډيره زیاته ستاینه او قدرونه وشوه.
دغه سیالۍ د دوبۍ جایزې د قرآن دنړیوالې موسیسې په همت سره د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه ددوبئ په املمرز سیمې کې واقع د علومو اوفرهنګ کلب د آمفی تیئټر هال کې پیل شوې او په دغو سیالیو کې دنړۍ له شپیتو هیوادونو څخه د ټول قرآن حافظو میرمنو ګډون درلود چې د ټول قرآڼ دحفظ په څانګې ئې سره سیالۍ وکړې.
https://iqna.ir/fa/news/4170520/